د فاریاب چارواکي وايي وسلهوالو طالبانو تېره شپه تر یوه موټربم چاودنې وروسته ډلهییزه حمله پیل کړه.
د فاریاب والي نقيب الله فايق وايي، چې تېره شپه ناوخته بريدګرو د المار ولسوالۍ امنيه قومندانۍ په دروازه کې موټر بم چاودنه وکړه او څلور بريدګرو له افغان ځواکونو سره نښته پيل کړه.
فايق زياته کړې، چې په دغه بريد کې څلور پوليس شهيدان دي او ۸ ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د فارياب پولیس وایي چې د چاودنې له امله د امنیه قومندانۍ یوه برخه، یو جومات او د استوګنې یو شمېر کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.
ځايي چارواکي وايي ښايي د تلفاتو په شمېر کې زياتوالی راشي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.